گرامیداشت روز جهانی مطبوعات در ولایت کندهار و هلمند

یکشنبه ۱۶ اردیبهشت ۱۳۹۸ | افغانستان - تیتر یک

از سوم می روز جهانی مطبوعات با حضور خبرنگاران و نمایندگان رسانه های توسط نهاد های دفاع از خبرنگراان چون انجمن ژورنالیستان آزاد افغانستان، پرس کلپ، نی یا حمایت کننده رسانه های آزاد و اتحادیه ملی ژورنالیستان افغانستان، در تالار ریاست اطلاعات و فرهنگ ولایت کندهار تجلیل بعمل آمد.
در این محفل ابتدا به روح عبدالمنان، خبرنگار تلویزیون کابل نیوز و سلیم جان، عکاس تلویزیون ملی دعا گردیده و سپس در رابطه به دست آورد ها و مشکلات موجود، فرا راه رسانه ها و آزادی بیان صحبت گردیده و به تعدادی از خبرنگاران شناخته شده حوزه جنوب غرب تقدیر نامه توزیع گردید.

همچنان روز قبل محفلی به مناسبت سوم می روز جهانی مطبوعات در ولایت هلمند تدویر گردید که ضمن ختم قران کریم به روح خبرنگاران جان باخته ای سال گذشته در ولایات کابل، خوست، کندهار و هلمند، اشتراک کننده گان خواستار قطع قتل و تهدید خبرنگاران گردیدند.

 

په کندهار کې د بیان د ازادۍ نړیواله ورځ ولمانځل شوه

د مې درېیمه یا د بیان د ازادۍ نړیواله ورځ د کندهار ولایت په اطلاعاتو او فرهنګ ریاست کی د شهید عبدالمجید بابی د غونډو په تالار کی ، د بیان د ازادۍ د ودی او رسنیو د دفاع د ګډ ادرس (د افغانستان د خپلواکو ژورنالیستانو د ټولنی کندهار پریس کلب، نی یا په افغانستان کی د ازادو رسنیو د ملاتړ اداره، او د افغانستان د ژورنالیستانو ملی اتحادیه) له لوری ولمانځل شول.


په لمانځغونډه کی د کندهار د محلی رسنیو خبریالانو او استازو ګډون کړی وو.
غونډی درې برخی درلودلې، چی په لومړۍ برخه کی د کابل نیوز پخوانی خبریال شهید عبدالمنان ارغند او د ملی ټلوېزیون د عکاس شهید سلیم جان د ارواح په خوښۍ دعاګانی وسوې، په دوهمه برخه کی د غونډی ګډونوالو پر موجوده ستونزو او پرمختګونو خبری وکړې او په پای کی د جنوب لوېدیځی حوزې یو شمېر پېژندل سوو خبریالانو ته ستاینلیکونه ورکول سول.
د خبریالانو تر خبرو وروسته په کندهار کی د بشری حقونو د خپلواکی ادارې مشر فخرالدین فیاض د بیان د ازادۍ په تړاو وویل، د بیان ازادی د انسانی حقونو یو بنسټیز آر دی، پدې مانا چی د بشر حقونه ورباندی تکیه دی، که دا نه وی غورځی او هیڅکله به ولس د دولت څخه د خپلو حقونو غوښتنه ونه کړی.


د لمانځغونډی په پای کی د بیان د ازادۍ د ودی او رسنیو د دفاع د ګډ ادرس مسوولینو د کندهار د امنیه قوماندان تورن جنرال تادین خان له خوا د شهیدو خبریالانو له کورنیو سره مرسته سوی نقدی یو لک افغانۍ، چی پنځوس زره افغانۍ د شهید ارغند ورور او پاته پنځوس زره افغانۍ د شهید سلیم جان زوی ته وروسپارلې.
د مې درېیمه د نړۍ په ګڼ شمېر هیوادونو کی د بیان د ازادۍ د ورځی په نوم لمانځل کېږی.

همدارنگه په هلمند کې د «مۍ دریمې بیان ازادۍ نړیوالې» ورځی په پلمه کابل، خوست، کندهار او هلمند کې په بیلابیلو پیښو کې شهید شویو خبریالانو دتلین لمانځلو په مناسبت د قرآنکریم ختم وکړ.
الله ج دی یی ثوابونه ټولو ته ورسوی.
د قرآنکریم دختم مراسم چې د اطلاعاتو او کلتور یاست او د ژورنالستانو داتحادیی لخوا په لاره اچول شوی و، د خبریالانو ترڅنګ، دینی عالمانو، قومی مشرانو او مدنی فعالینو برخه اخیستی وه.
د هیواد د ښیرازۍ لپاره دټولو شهیدانو روح دی ښاد وی.



مطالب مرتبط